IQNA

له غیر دوستو هیوادونو سره به دګیسو مبادلات د روسیې په کرنسۍ وي

8:18 - March 24, 2022
د خبر لمبر: 3485586
 تهران (ایکنا) -د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  ددغه هیواد مرکزی بانک ته حکم ورکړی ، چې   له غیر دوستو هیوادونو سره دې د روسیې  دګیسو مبادلات د روسیې په اسعارو سره ترسره شي .

ایکناخبری آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ روسیې په تیرو  میاشتو کې  په ختیځي اروپا کې د ناټو موسیسې  پراختیا غواړي خوي په باب په خبرداري ورکولو سره ، امریکا او ناټو ته  د  امنیتی ضمانت وړاندیزونه  کړي ، چې  دغه وړاندیزونه رد شوي دي ، چې بلاخره روسیه  هم مجبوره شوه د خپلو پولو او د روسیي توکمه خلکو  دساتلو لپاره   داوکراین لویدیځ پال حکومت ته یو درس وښئ .

فارس خبری اژانس راپور ورکړ ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون  د حکومتی کابینې په غونډې کې  ددې خبرې په  کولو سره چې  روسیه  به  دمخکې شوي موافقې په اساس په مخکینیو بیّو  او اندازې سره   دخپلو طبیعي ګیسو  وړاندې  کولو ته دوام ورکړي ، ووئيل ،   له دې تاریخه وروسته به  له غیر دوستو هیوادونو سره د روسیې  دګیسو مبادلات  په روبلو سره ترسره  شي .

 روسیه  له تیرو څو لسیزو راهسې د اروپائي ا تحادئې د طبیعي ګیسو تر ټولو ستر تامینونکی دی او دواړه لوري  دیوه بل له اړتیاؤ څخه  ګټه ترلاسه کوي .  وئيل کیږي ، روسیه د اروپائي اتحادئې  د مصرفونکي ګیس کابو څلویښت فی صدي برخه تامینوي .

https://parstoday.com/ps/news/world-i113802

captcha